close

د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او دوه ټپیان شوي

اطلاعات روز: د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طایب حماد وايي، چې پېښه پرون (چهارشنبه، ۱ د کب) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «هزار ناو» سیمه کې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د یو ویکسار ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې.

د هغه په وینا، دې پېښه کې دوه کسان مړه او دوه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

د نوموړي په وینا، پېښه دموټر چلووونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله شوې او ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې بیا یوې بلې سرچینې وویل، چې په یاده پېښه کې مړه شوي کسان دواړه ورونه دي چې له مومندرې ولسوالۍ څخه لعلپورې ولسوالۍ ته پر لاره وو.

د تورخم- جلال اباد لویه لاره یوه له خطرناکو لاره ده چې د سړک خرابوالي، کم پلنوالي او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله وخت نا وخت پکې ورته پېښې رامنځته کېږي.