close

په کابل کې د یوه خبریال نیول؛ د خبریالانو مرکز: ۱۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي له طالبانو سره بندیان دي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې زنداني خبریالان دې له قید او شرط پرته خوشي کړي. د دې مرکز په وینا، لږ تر لږه ۱۰ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي له طالبانو سره بندیان دي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې د خپل بند موده پوره کوي.

د طالبانو د استخباراتو ادارې تازه په تازه ازاد خبریال سید راشد کاشفي په کابل کې نیول دی.

په کابل کې یوې باخبره سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې کاشفي د دوشنبې په ورځ (۲۵ د وري) له یو شمېر تبعیدي رسنیو سره د همکارۍ په تور ونیول شو او پلټنې ورڅخه کېږي.

دې سرچینې زیاته کړې چې د طالبانو استخباراتو ادارې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د تېر کال د کب میاشتې پر ۲۵ د راشد کاشفي کاري وسایل لکه غږ ثبتوونکې اله، دوربین او ورسره ټلیفون ضبط کړي وو.

د دې سرچینې په وینا، د طالبانو استخباراتو ریاست په دې موده کې څو ځله له کاشفي څخه غوښتي و چې د خپلو وسایلو د تر لاسه کولو لپاره دې د دې ادارې رسنیزې ادارې ته مراجعه وکړي، خو هغه اندېښمن و چې په دې بانه به ونیول شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سید راشد کاشفي د نیولو په تړاو د جدي اندیښنې په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې دی او ورسره نور نیول شوي خبریالان له قید او شرط پرته خوشي کړي.

د دې مرکز له شمېرو سره سم، اوس مهال له سید کاشفي سره-سره لږ تر لږه ۹ تنه نور خبریالان او رسنیز کارکوونکي هم له طالبانو سره بندیان دي او یا هم د خپل بند موده پوره کوي. په دې لړ کې شپږ تنه له اوو میاشتو څخه تر درو کالو بند باندې محکوم شوي دي.

حمید فرهادي یو له هغو خبریالانو دی چې په دوه کاله زندان محکوم شوی او اوس په پل چرخي زندان کې دی. نوموړی تېر کال په سپټمبر میاشت کې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.