close

د واک ساتنې روایت؛ اطاعت یا بغاوت

شمشاد زلمی

طالبان د یوې بنسټپالې اسلامي-جهادي ډلې په توګه هڅه کوي چې د خپلو ټولو اعمالو او فرمانونو لپاره دیني توجیه او روایت پیدا کړي. په همدې لړ کې یې لومړی خپل ټول جوړښت له دیني متونو د مروجو تعبیرونو پر اساس جوړ کړی؛ که څه هم په دې برخه کې به هر څه په جزییاتو سره نه وي روښانه خو د «اطاعت» په نوم یو مفهوم پکې ډېر واضح دی او په دیني متونو کې په دې تړاو پراخې څرګندونې موندل کېدلای شي او له دې سره-سره دا اړخ هم جوت دی چې له «اطاعت» څخه سرغړوونکو سره باید څه وشي. د طالبانو تر منځ په دې اړه ادبیاتو ورو-ورو وده کړې او همدا راز د طالب جنګیالیو د روزنې لپاره رامنځ ته کړي چاپېریال هم له دې ډلې سره مرسته کړې چې د خپلې ډلې د افرادو تر منځ دغسې روحیه په پراخه توګه عامه کړي. مګر له دې هر څه سره-سره اوس د طالبانو تر منځ درزونه پر راښکاره کېدو دي، خو د ملا هبت الله په وړاندې هر درېدونکی شخص د هغه دیني روایت له تشې سره مخ دی چې طالبان پرې باور لري او همدا ایډیولوژیک اساس د ملا هبت الله د استبداد عمر هم اوږدوي.

د طالبانو د لومړۍ دورې (۱۹۹۴ – ۲۰۰۱) پر مهال د پاکستان یو دیني عالم مفتي رشید احمد لودیانوي افغانستان ته راغی او د طالبانو له بنسټګر او مشر ملا عمر سره یې وکتل. مفتي رشید احمد په افغانستان کې له طالبانو ځان اغېزمن ښود او د همدوی د ملاتړ لپاره یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د رشید ټرسټ په نوم یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی و، البته له دې لارې یې نورو هیوادونو کې هم د خیریه مرستو په نوم فعالیت کاوه. نوموړي د دې تر څنګ د ضرب مومن ورځپاڼې له لارې د طالبانو او په ټوله کې د جهادي ډلو لپاره تبلیغات هم کول. مفتي رشید چې په هند کې یې په دیوبند مدرسه کې زده کړې کړې وې، په دیني لحاظ د پاکستاني علماوو تر منځ یوه پېژندل شوې څېره وه. که څه هم نوموړي بنسټپالي جهادي افکار درلودل، خو په افغانستان کې د شوروي اتحاد او د هغه د متحد حکومت پر خلاف له جنګېدونکو جهادي ډلو یې ځان لیرې وساته مګر د طالبانو د راڅرګندېدو یې هرکلی وکړ او دا یې د اصلي اسلام تطبیق وباله. نوموړي په یوه لیک کې د طالبانو د هغه مهال رژیم ته مبارکي ورکړې وه او دا یې د مسلمان امت لپاره د ویاړ شېبه ګڼلې وه. مفتي رشید په کندهار کې له ملا عمر سره تر لیدو وروسته پاکستان ته ولاړ او د «امیر د اطاعت» په نوم یې په اردو کې یو وړوکی کتاب ولیکه. دا کتاب هغه مهال طالبانو پښتو او فارسي ژبو ته وژباړه او ملاعمر به ډېر وخت هغو کسانو ته په تحفه کې ورکاوه چې له ده سره به یې لیدل او ویل به یې چې که څوک غواړي په طالبانو وپوهېږي نو دا کتاب دې ولولي.

مفتي رشید احمد په دې کتاب کې له دیني نصوصو په استفادې تر ډېره حده پر یووالي او اتحاد ساتنې ټینګار کړی او هڅه یې کړې چې طالبانو ته ووایي چې څرنګه د مجاهدینو په څېر ځان له شیندل کېدو وساتي، همدا راز یې ویلي چې امیر ته باید په څه ډول مشوره ورکړي او همدارنګه یې په کتاب کې د امیر پر اطاعت تاکید کړی دی او د هغه امر یې د شریعت امر بللی دی او ترې سرغړونه یې ګواکې له دین او شریعت څخه سرغړونه بللې ده. د دې تر څنګ نوموړي له یوې دندې څخه بلې ته د مسوولینو ادلون-بدلون هم ضروري ګڼلي دي او د طالبانو مشر اوس هم له دې تکتیک څخه کار اخلي، ځکه د دوی په دې اند په دې توګه د فساد مخه نیسي. دا کتاب د طالبانو د خپلمنځي جوړښت د ساتنې او ودې لپاره یوه مهمه منبع وه او د طالبانو رهبرۍ او په خپله ملا عمر د خپل واک د دیني توجیه په توګه کار ترې اخیست. وروسته چې کله طالبانو تر ۲۰۰۱ کال وروسته د جمهوریت پر خلاف جګړه پیل کړه، د ۲۰۰۶ کال پر مهال یې تقریبا همدا کتاب د خپلو جنګیالیو لپاره د یوې لایحې په توګه خپور کړ.

طالبان د یوې اسلامي-جهادي ډلې په توګه ځان یوازې له دیني هویت سره تړلی ګڼي او پر همدې اساس په خپل سازماني جوړښت کې د بېلابېلو دندو د توجیه لپاره له دیني متونو استفاده کوي او داسې ښکاري چې تر دې مهاله په دې تګلاره کې بريالي دي. مګر له دې سره-سره طالبانو د دیني زده کړو د مدرسو چاپېریال هم په داسې بڼه جوړ کړی دی چې هلته زده کوونکو ته په تاکید سره د اطاعت درس او روزنه ورکول کېږي. هلته له ماشومتوب څخه زده کوونکو ته ور ښوول کېږي چې باید د خپل استاد/مشر اطاعت او درناوی وکړي او هغوی په یوه داسې روحیه روزل کېږي چې د مخالفت کولو جرأت ترې اخیستل کېږي او په دې کې تر ټولو ستر رول بیا هم د اطاعت په څېر د مفاهیمو دیني او تقدسي تشرېح ده چې زده کوونکو ته ورښوول کېږي او هغوی ته دا فکر ورتلقینېږي چې د استاد/مشر پر نیت او اراده شک کول او یا یې هم د منطق او پوهې په تړاو پوښتنه کول بې احترامي ده. له همدې وجې د مدرسې په ماحول او په عموم کې د طالبانو تر منځ د انتقاد دود نشته او د مشرانو او استادانو په تړاو د تقدس فکر لري او همدا دلیل دی چې ډېر وخت ټیټ رتبه طالبان د خپلو مشرانو او استادانو لاسونه ورته مچوي او په دې توګه د ظاهري اکټ له لارې هغوی ته خپل درناوی او اطاعت ښیي.

د اطاعت په دغسې تنګه فضا کې چې کله له امیر/رهبر سره بیعت کول هم ور اضافه شي، نو بیا د انتقاد او مخالفت ور په مطلق ډول تړل کېږي ځکه چې د طالبانو د اصولو او د مفتي رشید احمد د کتاب له مخې په طالبانو کې رهبر مطلق واک لري او حق لري چې د بشپړې شورا خبره رد کړي. طالبان اوس په همداسې یوه حالت کې دي، داسې څرګندېږي چې په کابل کې د طالبانو د ناستې کابینې او په کندهار کې د مېشت هیبت الله تر منځ پر یو لړ مهمو موضوعاتو اختلاف شته دی خو هیبت الله له خپل صلاحیت څخه په استفادې د کابینې خبره ردوي او هغوی ته یې په ډاګه کړې چې د دوی کار اطاعت کول او د اوامرو پلي کول دي، کنه نو خپلې استعفاوې دې وړاندې کړي. په دې لړ کې تر ټولو واضح مخالفت د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني له لوري کېږي، تر یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې نوموړی د رسنیو مخ ته نه دی لیدل شوی او ویل کېږي چې له هیواده بهر دی او له ملا هیبت الله سره د مخالفت له امله یا هم هیواد ته نشي راتللای او یا هم له دې لارې غواړي پر ملا هیبت الله او ورسره حلقې یې فشار راوړي، تر څو د ده غوښتنو ته غاړه کښېږدي. په دې لړ کې یوه تمه دا کېږي چې ښایي سراج الدین حقاني او په طالباني امارت کې دننه ملاتړي یې د هیبت الله په وړاندې په څرګند ډول ودرېږي، مګر د طالبانو خپلمنځي جوړښت ته په پام سره دا چاره حد اقل د هیبت الله په ژوند کې ناشونې ښکاري ځکه چې سراج الدین په دې سره د طالبانو له دیني تعبیر سره سم بیعت ماتوي او کېدلای شي چې په بغاوت تورن کړل شي. همدا وجه ده چې د طالبانو مشر او ورسره تړلې او همکاره حلقه یې په پراخ ډول د امیر د اطاعت تبلیغات کوي او په دې نوم په هر ولایت کې غونډې او سیمینارونه رابولي، تر څو د هیبت الله په وړاندې د درېدو او ورسره د مخالفت کولو دیني توجیه خنثا کړي.

که څه هم طالبان د بېلابېلو دیني متونو له لارې هڅه کوي چې د خپلې ډلې استبدادي جوړښت توجیه کړي او تر اوسه چې هم طالبان تر ظاهري حده یو او متحد پاتې شوي دي، تر یوه حده یې لاملونه د اطاعت تقدسي اړخ او د دوی روزنیزه روحیه ده. دې چارې له دې ډلې سره مرسته کړې چې په اصطلاح د یوه امیر تر مشرۍ لاندې خپل جوړښت او وجود وساتي، مګر داسې ښکاري چې دا چاره تر ډېره حده پورې امکان نه لري، په ځانګړې توګه کله چې باید دوی د یوې یاغي ډلې په توګه نه بلکې د یوه هیواد د حکومت په توګه مخته ولاړ شي او باید په کور کې دننه له بېلابېلو قشرونو سره تعامل وکړي او رضایت یې واخلي او هم له بهرنۍ نړۍ سره ګډ ژوند او راشه-درشه وکړي. طالبان د واک په وېش کې له دوو عمده ننګونو سره مخ دي، له یوې خوا د خپلې دیني توجیه او تعبیر له مخې یوازې دیني علماء او ملایان د حکومتولۍ حقدار بولي او بل لور ته د واک د معاصر وېش ډول په هغو متونو کې ساری نه لري چې دوی د خپل واک لپاره د توجیه کوونکو سرچینو په توګه کارولي او کاروي او ورسره هممهاله له اوسني موقف څخه د ملا هبت الله نزول د نوموړي د واک ننګول کېدل دي او په دې توګه د ده پر شاوخوا د ټولې حلقې ګټې ګواښل کېدلای شي. همدا لامل دی چې د ملا هبت الله د حلقې پلوي طالبان په خپلو تبلیغاتو کې دا خبره په تاکید سره کوي چې زموږ بریا د یوه امیر په اطاعت کې ده، یعني له دې پرته د واک هر ډول وېش د طالباني خوځښت پای دی.

سرچینې

The Taliban Reader, War, Islam and Politics, Oxford University Press, 2018

Mufti Rasheed Ludhianvi: Obedience to the Amir An Early Text on the Afghan Taliban Movement, Publishing GmbH, Berlin, 2015