اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچينې وايي چې د دې ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په «پارچاوۍ» سیمه کې د یوې ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن (جمعه، ۲۹ د وري) د ماښام پر وخت هغه مهال رامنځته شوه چې يو «فيلډر» موټر د «حاجي روخان اکا د پارچاوۍ» ساحې سره نېږدې له سړکه واووښت او اوبو ته ولوېد.
ځایي سرچینه وايي چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ څلور ښځې او دوه نارینه ځای پر ځای مړه شوي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښودل شوې ده.
تر دې دمه هلمند کې د طالبانو امنيتي چارواکو په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.