close

تنقیض؛ کونړ کې یو طالب سرتېري له دندې د ګوښه کېدو له امله ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې یو طالب سرتېري له دندې د ګوښه کېدو (تنقیص) له امله ځان وژنه کړې.

سرچینه وایي، چې دغه طالب نعمت الله نومیده او د تېرې پنج شنبې ورځ (۱۸ د غویي) یې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند «شوړیک درې» سیمه کې ځان وژلی دی.

سرچینه څرګندوي، چې نعمت الله د ماڼوګي یا پېج درې ولسوالۍ اړوند شوړیک درې پوسته کې دنده لرله او وروسته له هغه یې پر خپل ټوپک ځان ویشتی چې د نورو طالبانو له لوري ورته د تنقیص کېدو خبر ورکړل شوی و.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د بودیجې کمښت له امله د بېلابېلو وزارتونو اړوند پخواني او یو شمیر اوسني کارکوونکي تنقیص کړي دي.