close

ننګرهار کې د طالبانو د یوې امنیتي پوستې مسوول وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې «ناپېژانده وسله والو» د طالبانو د یوې امنیتي پوستې مسوول په ډزو وژلی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې وژل شوی طالب هارون نومیده او په کمانډر حکیم الله مشهور و، چې تېره شپه (جمعه، ۱۹ د غويي) د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «خوېزو دامان» سیمه کې خپل کور ته څېرمه د «ناپېژانده وسله والو» تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، چې وسله والو د طالبانو له وژل شوي غړي وسله (کلاشینکوف) وړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوی طالب په اصل د ګوشتې ولسوالۍ د خوېزو سیمې اړوند «قلعه ګۍ مسلم اباد» سیمې اوسېدونکی و. چې دا مهال په هسکې مېنې «ده بالا» ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې مسوول و.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د یاد طالب د وژل کېدو مسوولیت کومې ډلې منلی دی.

له دې څو ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې هم د طالبانو یو غړی په مرموز ډول وژل شوی وو.

په دې وروستیو کې ننګرهار او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو هدفي وژنې او پر دوی وسله وال بریدونه زیات شوي دي.