close

پټې وژنې؛ کندهار کې «ناپېژانده وسله والو» یو پخوانی پولیس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې ناڅرګندو وسله والو د دې ښار په دويمه ناحیه کې یو پخوانی پولیس په ډزو وژلی دی.

د سرچینو په وینا، وژل شوی کس مطیع‌الله نومېده او تېره شپه «سې شنبه، ۳۰ د غویي) په یاده سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې مطیع الله د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې د مزدورۍ لپاره کندهار ښار ته راغلی و.

سرچینې څرګندوي، چې مطیع‌الله د تېر جمهوري حکومت پر مهال د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه، خو د نظام له ړنګېدو وروسته له دندې شړل شوی او په کور ناست و.

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې، نه کومې ډلې د دې وژنې مسوولیت منلی او نه هم کندهار کې سیمه‌ییزو طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

د جمهوریت تر ړنګیدو وروسته د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت پخواني نظامیان په نښه کېږي او داسې تورونه هم پورې کېږي چې دا چاره د طالبانو یو شمیر غړي د عقدې له مخې کوي.