close

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین ته د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ستونزو حل غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په لیدنه کې چین ته د افغانستان د کرنیزو او نورو توکو د صادرېدو پر وړاندې د شته ستونزو حل غوښتی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل نن (چهارشنبه، ۳۱ د غویي) د متقي او وانګ یي د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو اړخونو د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو په تړاو بحث کړی دی.

متقي چین د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک بللی او هیله یې ښودلې چې د دواړو هیوادو ترمنځ به سوداګریزه راکړه-ورکړه به په نږدې راتلونکي کې په پام وړ توګه زیاته شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ټینګار کړی چې هغو ټولو ستونزو ته باید هر اړخیزې حل لارې وموندل شي چې افغان سوداګر ورسره د کرنیزو توکو او نورو محصولاتو د صادرېدو په لړ کې مخ دي.

کرنیز محصولات او میوه د افغانستان د صادراتو یوه برخه ده او د چین بازار یې یو پېرېدونکی دی. همدا راز افغانستان ته هم چینایي توکي په پراخه توګه واردېږي.

متقي د ټرانسپورټي همکاریو، بانکي اړیکو او سوداګریزې انډولۍ د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به هیڅکله هم د ګاونډیانو پر خلاف ونه کارول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په وینا، وانګ یي ویلي، چې هیواد یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او نورو وارداتو پر وړاندې د شته خنډونو د حل هڅه کوي.

ضیاء احمد تکل لیکلي، چې وانګ یي افغانستان یو «ښه ګاونډی» بللی او ویلي یې دي چې هیواد به یې د افغانستان د پرمختګ په لړ کې له هیڅ ډول مرستې دریغ ونه کړي.