اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د میرمنې شرل بینارډ پر وروستیو څرګندونو د نیوکو په لړ کې په پاکستان کې د «پنجره امید» په نوم ښځینه غورځنګ د هغې څرګندونې «بې بنسټه او بې رحمانه» بللې دي.
امریکایي لیکوالې شرل بینارډ په خپله وروستۍ مقاله کې له امریکا د افغان کډوالو د شړلو په تړاو اندیښنې «بې اساسه» بللې دي او ادعا یې کړې ده چې افغانستان اوس مهال «تر هر وخت ډېر سولییز» وضعیت کې دی.
دې د افغانستان د ښځو حالت ته په اشارې ویلي چې یوازې تر شپږم ټولګي لوړ دولتي ښوونځي د نجونو په وړاندې تړلي دي او خصوصي مکتبونو کې تر «هرې کچې» زده کړې کولای شي او دا کېدلای شي چې د دوی د بیرته ستنېدو لپاره یو انتخاب وي.
شرل بینارډ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر پوښاک د طالبانو بندیزونه هم رد کړي دي او ویلي یې دي: «د لوېدیځو رسنیو د روایت برخلاف چې وایي ښځې باید په بشپړه توګه حجاب واغوندي او عامه ځایونو ته باید له محرم سره یو ځای راووزي، مګر ما ډېري ښځې ولیدلې چې یوازې پړونی به یې پر سر و، مخ به یې لوڅ و او یوازې او یا د ښځو له یوې ډلې سره به په لارو او کوڅو کې ګرځیدې.»
د دې پر دې څرګندونو پراخې نیوکې شوې دي، نیوکه کوونکو د دې څرګندونې طالبانو ته لابي او د دې ډلې سپین ښوول بللي.
په پاکستان کې د ښځو میشت غورځنګ «پنجره امید» ویلي چې شرل بینارډ د لوېدیځو په فکري او رسنیزو بنسټونو کې له خپل حیثیت څخه په استفادې په ځلونو هڅه کړې چې د طالبانو ډله د یوه مشروع او «تعامل وړ» قدرت په توګه معرفي کړي.
د دې غورځنګ یوه غړي ویلي چې د ښځو په اړه د شرل بینارډ څرګندونې نه یوازې بې بنسټه، بلکې بې رحمانه دي. دوی د بینارډ څرګندونې د ښځو کړاو او درد ته سپکاوی بللی دی.
د «پنجره امید» غورځنګ غړو ویلي چې د بینارډ امنیت خوندي دی او حق نه لري د هغو ښځو په اړه خبرې وکړي چې د فریاد کولو فرصت نه لري.