close

هلمند کې «وسله والو غلو» یو ځوان وژلی دی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچینې وایي، چې «وسله والو غلو» د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو ځوان وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن (پنج شنبه، ۲۲ د غبرګولي) غرمه مهال د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «شهید غلطان» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي، وژل شوی ځوان یاسین‌ بهار نومېده، چې د هلمند اوسېدونکی و او شخصي کاروبار یې درلود.

سرچینې زیاتوي، «نامعلومو وسله والو کسانو» لومړی یاسین‌ په ډزو وژلی او بیا له سیمې تښتېدلي دي.

په ورته وخت کې د وژل شوي کس يوه ګاونډي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د ياسين بهار په نوم دغه ځوان چې شاوخوا ۳۲ کاله عمر یې درلود د خپل ماما په کور کې نامعلومه کسانو وژلی دی.

نوموړي زیاتوي، چې وژل شوی ځوان مدني فعال هم و او په تير جمهوري نظام کې یې مدني فعاليتونه هم ترسر کول او یو شمیر کسانو په تولنیزو رسنیو د ده په وژنه خواشیني هم څرګنده کړې ده.

هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د لښکرګاه ښار اوسېدونکي دغلته له ناامنۍ او د وسله والو غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي.