close

پر ایران د اسراییلو برید؛ دوه لوړپوړي نظامي چارواکي او شپږ ساینسپوهان وژل شوي دي

اطلاعات روز: ایران تایید کړې ده چې پر ایران د اسراییلو په ننیو بریدونو کې د دې هیواد لږ تر لږه دوه لوړپوړي نظامي چارواکي او همدا راز شپږ هستوي ساینسپوهان وژل شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزون د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقري وژل کېدل تایید کړي دي.

همدا راز، د ایران سپاه پاسداران پوځي ټولۍ تایید کړې ده چې د دې سازمان عمومي قومندان حسین سلامي له خپلو ځینو ساتونکو او همکارانو سره یو ځای وژل شوی دی.

سپاه پاسداران په خپله اعلامیه کې ویلي چې د نن ورځې (جمعه، ۲۳ د غبرګولي) په بریدونو کې سپاه مرکزي قومنداني په نښه شوې ده.

په دې اعلامیه کې د نورو وژل شویو کسانو نومونه نه دې اخیستل شوي.

بل لور ته، تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې پر ایران د اسراییلو په بریدونو کې د ایران شپږ هستوي ساینسپوهان او استادان وژل شوي دي.

د دې خبري اژانس په وینا، په دې شپږو تنو کې عبدالحمید منوچهر، احمد رضا ذوالفقاري، امیر حسین فقهي، مطلبي زاده، محمد مهري طهرانچي او فریدون عباسي شامل دي.

محمد مهري طهرانچي هستوي ساینسپوه او د ازاد اسلامیي پوهنتون رییس او فریدون عباسي د اټومي انرژۍ سازمان پخوانی رییس و.

د ایران په نننیو بریدونو کې د محمد باقري د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقري او د سپاه پاسداران د قومندان حسین سلامي په ګډون لږ تر لږه درې تنه ایراني لوړپوړي قومندانان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې «د اسراییلو پر خلاف د ایران د پر له پسې تهاجم په غبرګون کې یې د دې هیواد پر هستوي برنامې دقیقه برید کړی» دی.

اسراییلو ویلي چې د هستوي اهدافو په شمول یې په لسګونو بریدونه کړي دي.

د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه‌ای د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې اسراییل «باید سخت مجازات ته منتظر شي».