close
Photo: @sharghdaily

طالبانو پر ایران د اسراییلو برید وغانده

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایران د اسراییلو برید او د دې هیواد د قومندانانو او هستوي ساینسپوهانو وژل کېدل غندلي او دا یې د نړیوالو بنسټیزو حقونو د اصولو ښکاره سرغړونه، په ځانګړې توګه د ملي حاکمیت او د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی دی.

مجاهد ویلي چې اسراییل په داسې مهال کې برید کوي چې په غزې تړانګه کې د فلسطین خلګ له پر له پسې او ویرجنو بریدونو سره مخ دي، او «اشغالګر رژیم انساني او نړیوالو قواعدو ته په نه پاملرنې سره دې بهیر ته دوام ورکړی».

د طالبانو ویاند ویلي: «متأسفانه، د دغسې شخړه زېږوونکو اقداماتو دوام د سیمې وضعیت تر پخوا زیات ترینګلی او اندېښمن کړی دی.»

مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت «له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي چې د سیمې د سولې او امنیت په خوندیتوب کې مأموریت ته په پام سره مسوولیت پذیره شي او د نورې ناامنۍ او بې ثباتۍ د خپرېدو مخنیوی وکړي».

د اسراییلو پوځ ویلي چې «د دې هیواد پر خلاف د ایران د دوامدار تهاجم په غبرګون کې یې د ایران پر هستوي برنامې دقیق بریدونه کړي» دي.

اسراییلو ویلي چې د هستوي اهدافو په شمول یې په لسګونو هدفونه ویشتلي دي.

په دې بریدونو کې د ایران د پوځ د لوی درستیز محمد باقري او د سپاه پاسداران پوځي ټولۍ د قومندان حسین سلامي په شمول لږ تر لږه درې لوړپوځي پوځي چارواکي او همدا راز شپږ ساینسپوهان وژل شوي دي.

دې بریدونو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي او په افغانستان کې ځینو سیاسي څېرو هم دا برید غندلی دی.