اطلاعات روز: په ننګرهار او کاپیسا کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دغو ولایتونو کې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون څلور تنه د سیند اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۲۳ د غبرګولي) د جلا اباد ښار لوموړۍ ناحېې اړوند «زنګویي» سیمه کې د ساحل جبارخېل په نوم یو ځوان «کابلي» سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د نوموړي په خبره دغه راز له کندهاره ننګرهار ته د تفریح په موخه راغلی د محمد ساپي په نوم یو سیلاني هم د جلال اباد ښار لومړۍ ناحېې اړوند «بهسودو پل» ته څېرمه د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی چې لا تراوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
ورته مهال کاپیسا کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې د دغه ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند ګلبهار سیمه کې یو ماشوم او مور یې اوبو ډوب او مړه شوي دي.
طالب پولیس زیاتوي، دغه کورنۍ یادې سیمې ته د تفریح په موخه راغلې وه، چې یو ماشوم اوبو وړی، چې په همدې حال کې یې مور د ژغورنې هڅه کړې او هغه هم اوبو ډوبه کړې.
دوی وایي، چې د ځایي خلکو په مرسته یې د دواړه جسدونه پیدا او له اوبو را ایستلي دي.
له دې څو ورځې وړاندې هم د جلال اباد ښار په ډورنټې سیمه کې او د کاپیسا په صیاد سیمه کې ځوانان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو سیمو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو خلک ډوب کړي او مړه شوي دي.