اطلاعات روز: د اسټرالیا او جنوبي افریقا تر منځ د ټیسټ لوبو پایلوبه کې جنوبي افریقا وکولای شول چې په پنځو ویکیټو اسټرالیا ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې دا اتلولي په خپل نوم کړه.
دا لوبه چې د دوشنبې په ورځ (۲۱ د غبرګولي) د انګلنډ په لارډز تاریخي لوبغالي کې پیل شوې وه، اسټرالیا پکې په لومړي ځل توپ وهنې سره وکولای شول چې په لومړۍ پاڼۍ کې ټولې ۲۱۲ او په دویمه پاڼۍ کې ۲۰۷ منډې وکړي.
اسټرالیا وکولای شول چې په دواړو پاڼیو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره جنوبي افریقا ته د ۲۸۱ منډو هدف ورکړ.
جنوبي افریقا چې په خپله لومړۍ پاڼه کې یې تر اسټرالیا کمې ۱۳۸ منډې کړې وې او په دویمه پاڼۍ کې یې ۲۸۲ منډې یوازې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره وکړې چې په دې لړ کې د جنوبي افریقا د سر لوبغاړي ایډن مارکرم ۱۳۶ منډې وکړې.
تر دې وړاندې د ټیسټ لوبو د اتلولۍ جام د اسټرالیا په نوم و او د ۲۰۲۳ کال پر مهال یې په پایلوبه کې انډیا ته ماتې ورکړې وه.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې جنوبي افریقا د ټیسټ لوبو اتلولي ګټي.