اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د زهرجنو خوراکي توکو د خوړلو له امله درې ماشومان مړه شوي.
سرچینه وایي، دا پېښه نن (شنبه، ۲۴ د غبرګولي) سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابړو» سیمه کې را منځته شوې.
سرچینه وایي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې څلور ماشومان د هندواڼو پالېز ته ورغلي او هلته د کروندګر له لوري د موږکانو په زهري مواد ککړ چپس یې خوړلي دي.
سرچینه زیاتوي چې له دې ماشومانو څخه دوو تنو د کونړ په ولایتي روغتون کې او یوه بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ساه ورکړې او یو بل د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د سرچینې په وینا، سیمه کې طالبانو یو شمېر هټۍ وال او کروندګر هم نیولي دي.
کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم دا پېښه تایید کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په زهري موادو د ککړو خوراکي توکو د خوړلو له امله ګڼ کسان مړه او مسموم شوي دي.