close

ننګرهار او لغمان ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال بد وضعیت کې دي

اطلاعات روز: په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري شړلو لړۍ تر بل هر وخت چټکه شوې، چې هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هیواد ته راستنېږي.

تازه د پاکستان له پنجاب سیمې څخه راستون شوی کډوال سیدولي وایي، چې په پاکستان کې له ډول ـ ډول ستونزو سره مخ وو او دلته په راسنېدو هم بې ستونزو نه دي پاتې.

هغه وایي، چې په پاکستان کې پولیسو ناڅاپي ونیول او له مخې یې کډه رابار کړه، خو دلته په افغانستان کې د اوسېدو او سرپناه لپاره ځای نه لري.

د ده په خبره، پاکستاني پولیسو د سر ایستلو اجازه ورکړې او د ډېرو فشارونو له امله د کور مهم وسایل هم ترې پاتې شوي دي.

سیدولي وویل: «هماغه په تورخم کې کومه د خوراکي او نورو توکو مرسته شوې بیا راسره چا مرسته نه ده کړې، دلته د شیخ مصري ښارګوټي کې په یو کرایه کور کې پراته یو، هوا ګرمه ده د څښاک اوبه کمې پيدا کېږي او بې روزګاري زیاته ده غوښتنه کوو چې باید د راستنو شویو کډوالو لپاره ځانګړي ښارګوټي جوړ شي او دوی ته نمرې ورکړل شي.»

د تورخم له لارې راستون شوی د لغمان اوسېدونکی شریف احمد هم ورته شکایت کوي، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او دوی به یې په تکلیفول، وخت ناوخت به یې د تالاشۍ لپاره کورونو ته ورننوتل، چې په دې کار سره به یې خپل عزت خوندي نه ګڼلو.

شریف احمد زیاتوي: «پاکستاني پولیسو د کډوالو بې عزتي شروع کړې او هیڅ د انسان په سترګه افغانانو ته نه ګوري، د شپې او ورځې لخوا د خلکو په کورونو عملیات کوي او کډوال په زوره شړي دا حالت ډېر زیات خواشینونکی دی، خو دلته زمونږ په هیواد کې هم روزګار نشته نو حېران یو چې څه وکړو.»

نوموړی له خپل حالته شکایت کوي، او وايي چې د پاکستاني پولیسو د بد چلن له امله خپل وطن ته راګرځېدلي؛ خو دلته په خېمو کې ژوند کوي.
هغه د طالبانو له حکومت د خوندي ژوند لپاره د سرپناه او کور غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو لپاره د طالبانو رییس بازمحمد عبدالرحمن وايي، دوی له کډوالو سره تر خپلې اندازې مرسته کوي او هڅه کوي، چې خپلې مرستې له نورو لارو ډېرې کړي.

د هغه په وینا اوس مهال له راستنو شویو کډوالو سره د خپلو کورنیو د ملاتړ په موخه  د مسوولو ادارو او مرستندویه موسېسو له خوا پر نغدي مرستو سربېره، د دوی لپاره د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره شوې ده.

عبدالرحمن وویل: «هغه کډوال چې د تورخم له لارې راستنېږي له دوی سره نغدي مرستې هم کېږي او دغه راز دوی ته له سروې وروسته کورونه هم جویږي، چې دا پېسې بیا په قست وار ډول ورکول کېږي او دغه راز دوی لپاره به په نږدې وخت کې د نمرو د وېش لړۍ هم پیل شي چې ورسره به د بې سرپناه کډوالو ستونزو تر ډېره حل شي.»

د پاکستان حکومت ټینګار کړی چې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر لاهم دوام لري. خو له پاکستانه یوشمېر راستانه شوي افغانان بیا، هېواد کې د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې سرپناه نه‌لري او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.