close

کونړ کې «ناپېژانده کسانو» د مدرسې یو زده کوونکی د چړو په ګوزارونو وژلی

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې «ناپېژانده کسانو» د مدرسې یو زده کوونکی د چړو په ګوزارونو وژلی دی.

سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ د غبرګولي) د دانګام ولسوالۍ په «درین خوړ جیګل» سیمه کې را منځته شوې.

سرچینه زیاتوي، دا ۱۳ کلن ماشوم اکرام الله نومېده او د غازي آباد ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د دیني زده کړو په موخه دانګام ولسوالۍ ته تللی و.

د سرچینې په خبره، دا زده کوونکی سیمې ته د «ډوډۍ» ټولولو په موخه ورغلی و چې ناپېژانده کسانو تښتولی او د چړو په ګوزارونو یې وژلی دی.

تر اوسه د دې پېښې لامل او عاملین نه دي معلوم او نه هم کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې تړاو څه ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د ښوونځي یو زده کوونکی د چړو په ګوزارونو وژل شوی و.