اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد پر هستوي سایټونو د امریکا برید ته په غبرګون کې ویلي، ایران خپل حق ګڼي چې په خپل ټول توان سره د دې برید پر وړاندې ودرېږي او د خپل امنیت او ملي ګټو دفاع وکړي.
دې وزارت نن (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا برید «وحشیانه نظامي تېری» او د ملګرو ملتونو د منشور د بنسټیزو اصولو او د نړیوالو حقوقو د قواعدو فاحش او بې مخینې نقض ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د حکامو د شورا د بېړنیو غونډو او د امریکا د بریدونو د غوڅې غندنې غوښتنه کړې.
د دې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: «د ایران اسلامي جمهوریت ملګرو ملتونو، امنیت شورا، د ټول سازمان عمومي منشي، د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او نورو نړیوالو ذیصلاح مراجعو ته د دې جنایتکارانه قانون ماتونې پر وړاندې د عاجل اقدام یادونه کوي او ټینګار کوي چې د دې ډاګیز تېري پر وړاندې چوپتیا نړۍ له بې مخینې او پراخ خطر سره مخامخوي.»
دې وزارت ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د بنسټګر غړي په توګه له دې سازمان او له هر مسوولیت منونکي غړي څخه هیله لري چې دا مهال چې نړۍ د امریکا له لوري له ډاګیزې قانون ماتونې سره مخ ده، پر خپلو دندو او مسوولیتونو عمل وکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې «نړۍ باید هېره نه کړي چې دا امریکا وه چې د یوه ډیپلوماټیک بهیر په منځ کې یې له ډیپلوماسۍ سره په خیانت کولو د یوه نسل وژونکي رژیم او قانون ماتوونکي اسراییلو د تېريګر اقدام ملاتړ وکړ او اوس یې په خپله د قانون ماتونې او د صهیونیستي رژيم د جنایاتو تکمیلولو لپاره د ایران پر خلاف خطرناکه جګړه پیل کړې ده.»
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي و، چې ایران به د خپلې دفاع لپاره له ټولو انتخابونو استفاده کوي.
امریکا د نن ورځې او د ایران او اسراییلو د شخړې په لسمه ورځ د ایران پر دریو هستوي سیمو بریدونه وکړل.
دې بریدونو ته پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي او په سیمه کې د شخړې د پراختیا په تړاو سختې اندېښنې ښودل شوې دي.