اطلاعات روز: د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په غبرګون کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ او متحده ایالاتو «په ډېر ځواک» سره عمل وکړ.
نوموړي نن سهار (یکشنبه، ۱ د چنګاښ) ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې وویل: «ستاسو زړوره پریکړه چې د ایراني رژیم اټومي تاسیساتو مو په نښه کړل تاریخ به بدل کړي.»
د اسراییلو لومړي وزیر زیاته کړه: «دا به تاریخ کې ولیکل شي، چې ولسمشر ټرمپ د نړۍ ترټولو خطرناک رژیم ته اجازه ورنه کړه چې د نړۍ تر ټولو خطرناکه وسله ترلاسه کړي. دا کولی شي منځنی ختیځ سولې او ثبات ته ورسوي. زه او د اسراییل ټول خلک له تاسو څخه مننه کوو.»
ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي سایټونو د برید وروسته وویل، چې هغه له نتنیاهو سره اړیکه نیولې او متحده ایالاتو او اسراییل د یو ټیم په څیر عمل کړی دی.
ایران د فوردو، نطنز او اصفهان پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د وسلو د نه خپریدو تړون څخه سرغړونه ګڼلې او ویلي یې دي چې د خپل حاکمیت او خلکو د دفاع لپاره ټول انتخابونه خوندي ساتي.
په همدې حال کې بیا د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې ویلي، چې د امریکا له لوري د ایران پر درې اټومي سایټونو تر برید وروسته د دغو سایټونو څخه بهر د وړانګو (تشعشعاتو) په کچه کې هېڅ زیاتوالی نه دی راپور شوی.
همدارنګه د ایران د اټومي خوندیتوب ملي مرکز هم ویلي، چې په دغو سایټونو کې هېڅ ډول ککړتیا نه ده ثبت شوې او شاوخوا اوسېدونکو ته هېڅ خطر نشته دی.