اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسراییلو ترمنځ د «جامع او بشپړ اوربند» په اړه د هوکړې اعلان کړی، ایران نن سهار (سې شنبه، ۳ د چنګاښ) پر اسراییلو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د ایران د صدا او سیما خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران نن لږ تر لږه څلور ځله پر اسراییل توغندي توغولي دي.
د اسراییلو پوځ هم څو شېبې وړاندې وویل، چې د تېر یوه ساعت په ترڅ کې د ایران له لوري د توغندیو د ویشتلو له امله خلک درې ځله پناهځایونو ته تللي دي.
د ایران رسنیو راپور ورکړی چې یو شمېر توغندي د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو لګېدلي دي، چې پکې د «بئرالشیع» ښار هم شامل دی.
یو شمیر رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د ایران د نن ورځې توغندیزو بریدونو کې په اسراییلو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
اوربند
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره شپه په قطر کې د امریکا په پوځي اډه د ایران د غچ اخیستونکي برید وروسته اعلان وکړ چې ایران او اسراییل په اوربند موافقه کړې ده.
هغه په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کې لیکلي دي: «ټولو ته مبارکي وایم! د اسراییل او ایران ترمنځ بشپړ او نهايي توافق ترسره شوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې اوربند به په شپږو ساعتونو کې پیل شي او د ۱۲ ساعتونو لپاره به دوام وکړي او «د هغې په پای کې به جګړه په رسمي ډول پای ته ورسیږي!»
د امریکا ولسمشر ویلي: «ایران به په رسمي ډول اوربند پیل کړي، او د ۱۲ ساعتونو وروسته به اسراییل هم اوربند پیل کړي، او د ۲۴ ساعتونو وروسته به نړۍ د ۱۲ ورځنۍ جګړې رسمي پای ونمانځي.»
ډونالډ ټرمپ دا هم ویلي، چې ایران په دوحه کې د العدید پوځي اډې له برید دمخه امریکا او قطر ته خبر ورکړی و او برید هیڅ زیان یا تلفات نه دي رسولي.
د ایران او اسراییلو غبرګون
د ډونالډ ټرمپ د ادعا په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله ایکس پاڼه ولیکل: «اوس مهال د اوربند یا د عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ توافق نشته.»
خو، هغه زیاته کړې: «په دې شرط چې د اسراییلو رژیم خپل ناقانونه یرغل د ایران پر خلکو باندې د نن (سې شنبې) د سهار تر څلور بجو پورې بند کړي، موږ هم د ځواب ویلو د دوام هیڅ نیت نه لرو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې «د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه وروستۍ پریکړه به موږ وروسته وکړو».
عراقچي هم نن سهار په یو بل پوسټ کې د احتمالي اوربند موافقې ته په اشارې سره لیکلي: «زموږ د ځواکمنو وسله والو ځواکونو پوځي عملیات د اسراییلو د سزا ورکولو لپاره د سهار تر څلورو بجو پورې دوام درلود.»
هغه زیاته کړې: «د ټولو ایرانیانو سره یوځای، زه د هیواد د وسله والو ځواکونو ستاینه کوم چې د وینې تر وروستي څاڅکي پورې زموږ د ګران هیواد دفاع ته چمتو دي، او تر وروستۍ دقیقې پورې یې د دښمن هر برید ته ځواب ورکړی دی.»
اسراییلي چارواکو تر اوسه پورې د ایران سره د اوربند په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د تېرې شپې په اوږدو کې پر ایران د اسراییلو بریدونه دوام درلود، په تهران، کرج او رشت کې د درنو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نن سهار د شاوخوا ۴:۰۰ بجو راهیسې پر ایران د اسراییلو د نویو بریدونو راپور نه دی ورکړل شوی.