close

کندهار کې يو کس خپله ميرمن په ډزو وژلې

اطلاعات روز:  کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يو کس خپله ۴۰ کلنه ميرمن په ډزو وژلې ده.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه پيښه نن (دوشنبه، ۲ د چنګاښ) سهار ۴:۰۰ بجې د ميوند ولسوالۍ اړوند «کلانکېچې» سيمه کې شوې ده.

سرچينه زیاتوي، د وژل شوې میرمن خاوند محمد رضا نوميږي او اصلي د هلمند ولايت اوسيدونکی دی، چې د خپلې سيمې څخه ډير وخت مخکې یادې سيمې ته راکډه شوی و.

سرچينې د وژل شوې ميرمنې نوم الماسيه ياد کړ او ویې ویل، چې نوموړې لومړی ټپې وه، خو وروسته يې په ميرويس روغتون کې ساه ورکړه.

د دغې سرچينې په وينا، چې پيښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې.

کندهار کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د تورن کس د نیولو کوم خبر ورکړل شوی دی.

د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت دا ډول پیښې رامنځته کېږي، خو د عاملینو د مجازاتو په اړه یې بیا اړوندو چارواکو تر اوسه کوم خاص اقدامات نه دي ترسره کړي.