اطلاعات روز: په هملند کې روغتیایي چارواکي د ۶۸۸۲ کیلو ګرامه قاچاقي درملو د له منځه وړلو او په کې د ځینو طالبانو د ښکېتا خبر ورکوي.
د هلمند لپاره د طالبانو د ګمرکاتو رییس حقمل وایي، چې دا انساني او زراعتي درمل د یاد ریاست د ګرځنده ټیمونو له لوري د تېرو درېیو میاشتو په موده کې نیول شوي، چې له ګاونډیو هېوادنو څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي وو.
نوموړی ټینګار کوي چې د قاچاقي او د تاریخ تېر درملو د راټولولو کمپاین به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
خو عام خلک وایي، د افغانستان بازارونو ته د درملو د وړاندې کولو او پلورلو بهیر لاهم نه دی درېدلی او پاکستاني درمل د تورخم، غلام خان بندر، سپین بولدک، هلمند او زابل له لارو په قاچاقي او پراخه کچه د افغانستان بازارونو ته واردېږي.
د خلکو په خبره، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ناروغان درمل په لوړه بیه وپېري او کورني تولیدوونکي هم له جدي ستونزو سره مخ شي.
