ناپېژانده وسله والو په خوست یو پخوانی نظامي وژلی

اطلاعات روز: په خوست کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې ناپېژانده وسله والو د تېر نظام د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری په ډزو وژلی دی.

سرچینې ویلي چې دغه پخوانی نظامي ننګیالی نومېده، چې تېره ورځ (یکشنبه،۲۸د چنګاښ) د خوست ښار د ۱۲۰۰ فامیلیو اړوند د «ابدالي روغتون» مخې ته د ناپېژانده وسله والو له لوري د توفنګچې په ډز وژل شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، ننګیالی په اصل د خوست مرکز متون اړوند «خبشخېلو» اوسیدونکی و او د جمهوري حکومت له سقوط وروسته، امریکا ته تللی او شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هېواد ته راستون شوی وو.

بلخوا د خوست امنيه قومنداني مسوولان هم یاده پېښه تاییدوي او په وینا ، د تېر نظام د ځانګړو ځواکونو کارکوونکی ننګیالی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی.

د خوست امنیې قومندانۍ نن دوشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي، ننګیالی تېره ورځ د ۱۲۰۰ فامیلیو اړوند ابدالي شفاخانې مخې ته داسې حال کې د خپلو دښمنانو له لور د توفنګچې په ډزو ووژل شو چې ابدالي شفاخانې ته د یو ناروغ پوښتنې ته ورغلی وو.

د خوست امنیې قومندانۍ زیاته کړې چې اړوندې ادارې د پېښې د څېړنې او د عاملینو د پېژندنې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپېژانده وسله والو له لوي د پخواني حکومت د لسګونه پوځیانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته