اطلاعات روز:د نورستان سیمه ییز مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله مالي زیانونه اوښتي دي.
د یاد ولایت رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غه سیلابونه تېر ماښام (یکشنبه،۲۸د چنګاښ) د تېزو بارانونو له امله راوتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو سیلابونو له امله په منډول ولسوالۍ کې شپږ کورونه، برېښنایي شبکې، سړک، کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن شوي دي.
په خبرپاڼه کې د یادې ولسوالۍ خلکو سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی او له مرستندویه بنسټونو هم غوښتل شوي، چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې چې تازه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د ختیځ زون د یو شمېر ولایتونو په ګډون په ځینو سیمو کې د ورښتونو خبر ورکړی دی.
