د ایران سپاه پاسداران په کویټ پر امریکایي اډو برید کړی

په کویټ کې د خطر زنګ له غږېدو وروسته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا پر پوځي تاسیساتو یې بریدونه کړي او په پایله کې یې امریکایي ځواکونو ته ګڼ تلفات اوښتي دي.

سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د علي السالم هوايي اډه، د وسلو یوه لویه زېرمه، د پاتریوټ هوايي دفاعي سیستم یوه برخه او د MQ-9 ډرون یوه اډه یې له منځه وړې ده.

سپاه زیاته کړې چې د العدیري پوځي اډې دوه د چورلکو مرکزونه یې هم په نښه کړي، چې د دوی په وینا، له امله یې امریکایي ځواکونو ته ګڼ تلفات او الوتکو ته د پام وړ زیان اوښتی دی.

له دې څو ساعته وړاندې د کویټ پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په هېواد کې د خطر زنګ او هوايي دفاعي سیستم فعال شوی دی.

پوځ له ټولو اوسېدونکو غوښتي چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او امنیتي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې د بریدونو دولسم پړاو بشپړ کړی، خو تر اوسه یې په کویټ کې د امریکایي ځواکونو د ګڼو تلفاتو په اړه د ایران د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

متحده ایالاتو د روانې اوونۍ په پیل کې هم تایید کړې وه، چې په اردن او سوریه کې د ایران د بریدونو له امله یې څلور پوځیان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته