د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، د طالبانو هغه پوځي کاروان یې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په سیمه کې تر برید لاندې راوستی چې له کابل څخه د بدخشان پر لور روان و.
یادې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا برید پرون (شنبه، ۳ د زمري) ترسره شوی چې په ترڅ کې یې اووه طالب غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کاروان بدخشان ته د طالبانو د مرستندویه ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د لېږد په حال کې و.
د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي چې په دې عملیاتو کې یې د دوی هېڅ یو غړی زیانمن شوی نه دی.
تېره شپه ځینو رسنیو د سیمهییزو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ بلخ پر لویه لاره پوځي نښته شوې ده.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ هم د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر مورچلو بریدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې ۲۱ طالب غړي یې وژلي دي.
له هغې وروسته طالبانو دې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه استولي او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز، فصیحالدین فطرت، هم زیباک ولسوالۍ ته سفر کړی دی.
