د ملګرو ملتونو سرمنشي او د سوریې ولسمشر د ملګرو ملتونو او سوریې د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش دمشق ته د خپل سفر پر مهال د سوریې له لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل او د ملګرو ملتونو او سوریې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند دفتر نن (یکشنبه، ۴ د زمري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ګوتېرش د سوریې د سیاسي لېږد بهیر کې شوی پرمختګ ستایلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سیاسي لېږد، د هېواد د بیارغونې او رغېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو او سوریې د همکارۍ د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ټولو سوریایانو لپاره د یو ارام، باثباته او سوکاله سوریې د جوړېدو په موخه د ټولشموله مشارکت غوښتنه کړې ده.

ګوتېرش همداراز پر سوریې د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې سره د دې هېواد د حاکمیت، خپلواکۍ، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د ملګرو ملتونو پر ژمنتیا ټینګار کړی او د اسرائیلو له لوري د ۱۹۷۴ کال د «نه پوځي مداخلې» د تړون د نقض په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د سوریې له خلکو ملاتړ کوي او د سیاسي لېږد په دې مهم پړاو کې به له سوریایي چارواکو سره نږدې همکاري ولري.

انتونیو ګوتېرش پرون د یوه پلاوي په مشرۍ دمشق ته ورسېد. دا د سوریې د ۱۴ کلنې جګړې له پای وروسته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر دی.
تر دې وړاندې، ۱۷ کاله مخکې، په ۲۰۰۹ کال کې د ملګرو ملتونو هغه مهال سرمنشي بان کي مون سوریې ته سفر کړی و.

د بشار اسد د حکومت پر ضد د جګړې له پیل او د لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو وروسته، سوریه له نړیوالې ټولنې منزوي شوې وه.
احمد الشرع، چې تېر کال د بشار اسد له دمشق څخه تر وتلو وروسته واک ته ورسېد، د ټاکنو د ترسره کولو، د ټولشموله حکومت د جوړولو او نړیوالې ټولنې ته د سوریې د بېرته ورګډېدو ژمنه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته