د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو خبرداری ورکړی، که بریتانیا د دې هېواد پر ضد جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، نو د ایران لپاره به یو مشروع او قطعي هدف وي.
د ایرنا خبري اژانس نن (یکشنبه، ۴ د زمري) راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران ویاند، حسین محبي، اسراییل، بریتانیا او د فارس خلیج هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی.
محبي ویلي: «په دې وروستیو کې د امریکا بي-۱ بمبار الوتکو د بریتانیا له هوايي اډو څخه استفاده کړې ده. که هغوی له امریکا سره همکاري وکړي، زموږ لپاره به مشروع او قطعي هدف وي. موږ د هر ډول وضعیت لپاره ځانګړې سناریوګانې لرو.»
هغه اسراییل تورن کړی چې د ناسم معلوماتو په ورکولو او د ډونالډ ټرمپ په هڅولو هڅه کوي امریکا په جګړه کې وساتي.
د سپاه پاسداران ویاند ویلي: «اسراییل د امریکا ولسمشر په ناسم معلوماتو هڅوي، څو امریکا په سیمه کې پاتې شي او خپلې موخې د امریکا له ځواک څخه په استفادې سره پر مخ یوسي.»
هغه زیاته کړې: «اسراییلیان پوهېږي چې که جګړه بیا پیل شي او موږ پر هغوی تمرکز وکړو، نو څه به ورسره وشي.»
محبي د فارس خلیج عربي هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که له امریکا ملاتړ وکړي، هغوی به هم د ایران لپاره مشروع هدف وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۱۳ شپو او ورځو نښتو وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو نوې څپه درېدلې ده.
د شنبې ورځې له سهاره تر اوسه د ایران او امریکا له لوري د کوم نوي برید راپور نه دی ورکړل شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دواړه هېوادونه په خبرو بوخت دي.
خو د نیویارک ټایمز د تازه راپور له مخې، ټرمپ د پاتریوټ دفاعي توغندیو د زېرمو د کمېدو، په سیمه کې د امریکا د متحدانو د زیانمنېدو اندېښنو او د نړۍ په کچه د انرژۍ د بیو د لوړېدو له امله، د جګړې له دوام او د پراخو بریدونو له پیلولو څخه لاس اخیستی دی.
