اسعد حسن الشیباني، د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د لومړي ځل لپاره پاکستان ته سفر وکړ.
هغه نن (پنجشنبه، د زمري ۲۹مه) په اسلاماباد کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق دار سره وکتل او خبرې یې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه لیدنه «صمیمي او رغنده» بللې او ویلي یې دي چې دواړو لورو د پاکستان او سوریې ترمنځ پر «ورورولۍ او پخوانیو ریښو ولاړو» اړیکو ټینګار وکړ. دواړو خواوو د ګډو علاقې وړ برخو کې د دوهاړخیزې همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
دواړو لورو د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه هم په تفصیل سره بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دا سفر په نږدې دوو لسیزو کې پاکستان ته د سوریې د یوه بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر بلل کېږي.
