د ایران حکومتي رسنیو راپور ورکړی چې د قائم حسیني د اعدام حکم، چې د اصفهان د علیخاني میدان په «جنایت» کې د ښکېل «بهرني وګړي» په توګه معرفي شوی، اجرا شوی دی.
په دغو راپورونو کې د نوموړي تابعیت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي چې قائم حسیني د افغانستان تبعه او په ایران کې د تېر کال د جدي میاشتې د اعتراضونو له نیول شویو کسانو څخه و.
د ایران د قضائیې اړوند رسنۍ «میزان» لیکلي چې قائم حسیني، د عربعلي زوی، چې په «آرین» مشهور و، یو بل بهرنی وګړی و چې د «علیخاني میدان په جنایت» او همدارنګه د یوه خیریه بنسټ په قصدي اورلګولو کې یې ګډون کړی و.
دې رسنۍ لیکلي چې قائم حسیني د «محاربه، د وسلې په راایستلو، په چاپېریال کې د وېرې، وحشت او ناامنۍ د رامنځته کولو، او د ملي امنیت پر ضد د اقدام له لارې د فیالارض فساد» په تور په اعدام محکوم شوی و. د نوموړي د اعدام حکم نن سهار (پنجشنبه، د اسد ۲۹مه) اجرا شوی دی.
د قائم حسیني ترڅنګ، څلور نور کسان هم د علیخاني میدان له قضیې سره د تړاو په تور د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري اعدام شوي دي. ۲۳ کلن ګلمحمد محمدي، چې هغه هم د افغانستان تبعه و، تر دې مخکې د همدې قضیې په تړاو اعدام شوی و.
په ایران کې د اعدام شویو بهرنیو وګړو تر ټولو لویه برخه د افغانستان اتباع جوړوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۸۴ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.
ویل شوي چې د دغو کسانو پر وړاندې تورونه تر ډېره له نشهيي توکو سره د تړلو جرمونو، وژنې یا قصاص او جنسي تېري په اړه وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان په وینا، په ایران کې د افغان اتباعو اعدامونه زیات شوي دي.
