د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د دفتر له مسوول محمدرضا بهرامي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، د وږي ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو او د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وشوې.
امیرخان متقي د طالبانو او ایران ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې دواړه لوري کولای شي په بېلابېلو برخو کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي هم له طالبانو سره دوهاړخیزې اړیکې مثبتې بللې او په بېلابېلو کچو کې یې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو او خبرو دوام مهم وباله.
طالبانو او ایران په تېرو پنځو کلونو کې پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لرلې دي.
پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل وروسته، طالبانو پر ایران د دغو دواړو هېوادونو بریدونه «تجاوز» بللي او غندلي دي.
دې ډلې په ورته وخت کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لهخوا د خلیج پر حاشیه هېوادونو شوي بریدونه هم غندلي او په سیمه کې یې د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې ده.
