د سربیا د کورنیو چارو وزارت په بلګراد ښار کې د دوو افغان او دریو ترکي اتباعو د انسانتښتوونکو له منګولو د ازادېدو خبر ورکړی دی.
د سربیا «صِـرپْسْکِه» وېبپاڼې لیکلي چې د دغې انسانتښتونې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د سربیا د کورنیو چارو وزارت (MUP) پرون (یکشنبه، د اګست ۳۰مه) اعلان وکړ چې دا عملیات د بلګراد د عالي عامه څارنوالۍ په لارښوونه ترسره شوي دي.
د سربیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا انسانتښتونه د اګست په ۲۶مه د بلګراد ښار د «ګاورېلا پرینسیپا» په کوڅه کې شوې ده.
پر شکمنو کسانو تور لګېدلی چې په هغه ورځ یې دوه افغان او درې ترکي اتباع، چې ټول پنځه بهرني اتباع کېږي، تښتولي او د هغوی د خوشې کولو په بدل کې یې د ۳۰ زره یورو غوښتنه کړې ده.
نیول شوي کسان S. P.، ۳۰ کلن، S. K.، ۴۳ کلن، او د بوسنیا او هرزګوینا یو تبعه D. S.، ۲۹ کلن، دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، شکمنو کسانو تښتول شوي بهرني اتباع په یوه موټر کې د ولادیمیرتسي سیمې یوه کلیوالي کور ته انتقال کړي دي.
د سربیا د کورنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د تښتول شویو کسانو سره د چلند په اړه ویلي:«هغوی د ولادیمیرتسي سیمې یوه کلیوالي کور ته انتقال شوي وو؛ هلته له فزیکي او رواني ځورونې سره مخ شول.»
د درې واړو شکمنو کسانو لپاره تر ۴۸ ساعتونو پورې د موقتي توقیف حکم صادر شوی دی. له دې وروسته به هغوی له دوسیې او تورونو سره اړوندې څارنوالۍ ته معرفي شي.
تر هغې چې وروستۍ محکمه پرېکړه وکړي، دغه کسان یوازې د انسانتښتونې په تور تورن دي او د هغوی د مجرمیت یا بېګناهۍ پرېکړه د محکمې صلاحیت دی.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د تښتول شویو پنځو بهرنیو اتباعو د اوسني وضعیت یا په څارنوالۍ کې د دوسیې د بهیر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
