د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې «ایران په رسمي ډول یو مات شوی او مړ شوی هېواد دی.»
هغه نن (دوشنبه، د سنبلې ۹مه) پر «ټروث سوشال» لیکلي دي: «دوی سمندري ځواک نه لري، هوايي ځواک نه لري، ملي پیسې نه لري، خپلو سرتېرو او پولیسو ته معاشونه نه ورکوي، انفلاسیون یې ۳۰۰ سلنه دی، او مشرتابه یې په بشپړه توګه ګډوډ دی او نه شي کولای په سمه توګه د هېواد استازیتوب وکړي.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې ده: «یوازینی څه چې دوی یې لري، له امریکا څخه خپرېدونکي جعلي خبرونه او د خپلو معترضانو د وژلو لېوالتیا ده، چې تر اوسه یې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان وژلي دي.»
ډونالډ ټرمپ په پای کې لیکلي دي چې «دوی باید د بشریت پر وړاندې د جنګي جنایتونو له امله محاکمه شي.»
د ټرمپ دا څرګندونې د ایران او امریکا ترمنځ د تازه نښتو له رامنځته کېدو وروسته شوې دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تېره شپه اعلان وکړ چې د ایران د لارک ټاپو کې یې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي، څو د هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د نږدې ګواښ مخه ونیسي.
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې د دې برید په ځواب کې یې په اردن او متحده عربي اماراتو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
