په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني له محمد اسحاق دار، د پاکستان له لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو ترڅنګ، له پاکستان سره د اړوندو موضوعاتو په اړه هم بحث شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د سیمهییزو تحولاتو، په ځانګړې توګه هغو بدلونونو چې پر سولې او امنیت اغېز کوي، د دقیقې څارنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني وسلهوال په افغانستان کې مېشت دي او د دغه هېواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.
د پاکستان لومړي وزیر د روانې اوونۍ په ترڅ کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، تر هغه چې له افغانستان څخه د پاکستان پر وړاندې ترهګریز بریدونه دوام ولري، په سیمه کې به سوله ټینګه نه شي.
هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه پر پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ترسره کېدونکي ترهګریز بریدونه باید په اغېزمن ډول ودرول شي.
خو طالبان د پاکستاني چارواکو ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده.
په افغانستان کې د پاکستاني جنګیالیو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو، شتون د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د کړکېچ له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.
د پاکستان پوځ څو ځله پر هغو سیمو هوايي بریدونه کړي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه دي. طالبانو هم د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.
اوس مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې تړلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم ځنډول شوې ده.
