په یمن کې نښتو تر ۸۰ ډېر کسان وژلي دي

Oplus_131072

د راپورونو له مخې، په یمن کې د حوثیانو او د یمن د حکومت د ځواکونو ترمنځ په نښتو کې، چې د پنجشنبې له ورځې راهیسې روانې دي، د دواړو لورو ۸۱ جنګیالي وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه شمېرې د دوو پوځي چارواکو او د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د روغتیايي سرچینو له خوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ راټولې شوې دي.

د یمن د حکومت یوه پوځي چارواکي د سره سمندرګي په ساحلي سیمه کې ویلي چې د دوی ۲۴ سرتېري وژل شوي دي. بل پوځي چارواکي بیا د تعز په کورنۍ سیمه کې ویلي چې هلته ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د روغتیايي سرچینو په وینا، لږ تر لږه ۴۲ حوثي وسله وال هم وژل شوي دي.

په یمن کې مرګونې نښتې د پنجشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوې چې حوثي ځواکونو د سره سمندرګي ته څېرمه په ساحلي سیمو او د تعز شاوخوا سیمو کې ځمکنی برید، له توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو سره یوځای، پیل کړ.

د یمن د حکومت پوځي سرچینو فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یاغیان هڅه کوي مهم بندري ښار مخا له نورو هغو سیمو څخه جلا کړي چې د حکومت تر کنټرول لاندې دي. مخا له څو اوونیو راهیسې د بریدونو هدف دی. حوثیان همداراز هڅه کوي هغو سیمو ته پرمختګ وکړي چې له ستراتېژیک باب‌المندب تنګي سره ګډه پوله لري.

یمن له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی.

د ایران له ملاتړ برخمن حوثیان، چې د یمن پلازمېنه صنعا په خپل کنټرول کې لري، د جولای په میاشت کې هغه اوربند لغوه کړ چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن له حکومت سره رامنځته کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته