پاکستانۍ رسنۍ: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي

Oplus_131072

پاکستانۍ رسنۍ «ډان نیوز» په یوه مطلب کې لیکلي چې د پاکستان د حکومت او په افغانستان کې د طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

د دې رسنۍ په وینا، چین هڅه کوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات راکم کړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي په دې وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی او ویل کېږي چې د دغه سفر هدف د «ارومچي بهیر» بیا پیلول وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د چین له هڅو هرکلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې د دې بهیر پرمختګ یوازې هغه مهال ممکن دی چې طالبان جدي اقدامات وکړي.

ډان نیوز لیکلي: «په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د خبرو د بیا پیل لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي، لکه څنګه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی، خبرې یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې کابل په افغانستان کې مېشتو ترهګرو ډلو ته د ملاتړ د پای ته رسولو په برخه کې جدي ژمنتیا وښيي.»

دې رسنۍ د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون (NDU) کې د طالبانو د سفیر وینا ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ښايي دا موضوع په اصل کې دومره غیرعادي نه وي، خو دا حقیقت د پام وړ دی چې د افغانستان یوه دیپلومات په داسې وخت کې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې، د پاکستان په تر ټولو مهم دفاعي پوهنتون کې وینا کړې ده.

خو د ډان نیوز په لیکنه، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) پرون اعلان وکړ چې یو شمېر هغه ترهګر یې وژلي چې هڅه یې کوله د افغانستان له پولې څخه پاکستان ته واوړي. د پاکستان پوځ ټینګار کړی چې «د افغانستان طالب رژیم په دوامداره توګه د پولې د مدیریت په برخه کې پاتې راغلی دی.»

ډان نیوز په خپل مطلب کې لیکلي چې د طالبانو حکومت داسې اقدامات کړي، لکه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌والو او د هغوی د کورنیو لېږدول له ګډې پولې سره نږدې سیمو څخه نورو ځایونو ته. همدارنګه راپورونه وايي چې د طالبانو مشر له تحریک طالبان پاکستان څخه غوښتي چې پر پاکستان بریدونه ودروي.

خو د ډان نیوز په وینا، دغه اقدامات تر ډېره ظاهري بڼه لري او لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په پوله کې شوې نښته ښيي، پر تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو یې اغېز محدود پاتې شوی دی.

ډان نیوز ویلي، که دیپلوماتیکې هڅې د بریالیتوب لپاره وي، نو باید هغه نقشه‌لاره تعقیب شي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرې ټینګار کړی دی.

د دې لپاره به له طالبانو څخه «لیکلي او د تایید وړ تضمینونه» ترلاسه کول اړین وي، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته