«والسټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران هغه اووه ورځنۍ طرحه چې له مخې یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز شوی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رد کړې ده او د بمبارۍ د بیا پیل احتمال شته.
دې رسنۍ د جمعې په ورځ، د تلې په ۳مه، په یوه راپور کې لیکلي چې ټرمپ د تهران نوې طرحه رد کړې او ښايي د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران بیا بمبارۍ پیل شي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، ټرمپ په ښکاره ډول ویلي چې تهران به له منځمهاله ټاکنو وروسته د داسې یوه تړون د ترلاسه کولو لپاره «زاري» وکړي چې د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لامل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې لپاره په نیویارک کې دی، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره یوه اووه ورځنۍ طرحه وړاندې کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» په یوه راپور کې لیکلي چې عراقچي ویلي، دغه طرحه د قطر په منځګړیتوب امریکا ته وړاندې شوې ده.
عراقچي ویلي: «که لازم شرایط برابر شي، د هرمز تنګی په اوو ورځو کې بېرته پرانیستل کېدای شي او عادي سمندري تګ راتګ به هم په همدې موده کې بېرته پیل شي.»
د تهران په اووه ورځنۍ طرحه کې وړاندیز شوی چې د اوو ورځو لپاره دې اوربند وشي، د هرمز تنګی دې د بېړیو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي، امریکا دې د ایران د جنوبي بندرونو سمندري محاصره او د ایران د تېلو پر صادراتو بندیزونه لرې کړي او د ایران کنګل شوې شتمنۍ دې هم خوشې کړي. د طرحې د بریا په صورت کې به اوربند وغځول شي او اټومي مذاکرات به بیا پیل شي.
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي چې ډونالډ ټرمپ دغه طرحه رد کړې او خپلو سلاکارانو ته یې ویلي: «د نومبر له میاشتې د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته به بمبارۍ بیا پیل شي.»
