په لندن کې د موبایلونو د غلا شبکه؛ دوه افغانان او یو هندی په ټولیز ډول پر ۲۵ کاله بند محکوم شول

Oplus_131072

په بریتانیا کې د موبایلونو د قاچاق یوې لویې شبکې درې غړي، چې لسګونه زره غلا شوي موبایلونه یې له لندن څخه چین ته لېږدول، په ټولیز ډول پر ۲۵ کاله بند محکوم شول.

د بریتانیا «سن» ورځپاڼې د دې قضیې په اړه راپور ورکړی چې محکوم شوي کسان ۳۵ کلن امیرمحمد خدي‌خیل او ۳۳ کلن عصمت میاخیل، چې د افغانستان دي، او ۳۰ کلن منصور محمد، چې د هند دی، دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو حکم د جمعې په ورځ، د میزان په ۳مه، د لندن د «ساوت‌وارک» شاهي محکمې له خوا صادر شو.

د قضیې قاضي خدي‌خیل پر ۹ کاله او ۶ میاشتې، میاخیل پر ۹ کاله او محمد پر ۶ کاله او ۶ میاشتې بند محکوم کړل.

خدي‌خیل او میاخیل د «غلا شویو موبایلونو د ترلاسه کولو، انتقال او صادرولو د توطیې» او «د یوې سازمان‌یافته جنایي ډلې په فعالیتونو کې د ګډون» جرمونو اعتراف کړی و. محمد هم د غلا شویو موبایلونو د ترلاسه کولو د توطیې او په دغه ډله کې د ګډون جرمونه منلي وو.

د «سن» ورځپاڼې د محکمې د معلوماتو له مخې لیکلي چې خدي‌خیل، چې د افغانستان پناه‌غوښتونکی و، په ۲۰۱۹ کال کې بریتانیا ته داخل شوی و. هغه تر دې مخکې هم د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د ۱۴ غلا شویو موبایلونو د ساتلو په تور نیول شوی و.

میاخیل هم په دې شبکه کې د موبایلونو په ترلاسه کولو او انتقالولو کې مهم رول درلود. منصور محمد په ۲۰۱۹ کال کې د ویزې له لارې بریتانیا ته تللی و او تر دې شبکې سره له یوځای کېدو مخکې یې د موبایلونو د ترمیم په یوه هټۍ کې کار کاوه.

د ساوت‌وارک شاهي محکمې د معلوماتو له مخې، محمد به غلا شوي موبایلونه له غلو راټولول او خدي‌خیل او میاخیل ته یې سپارل. دغو دوو کسانو به بیا موبایلونه د چین د هنگ‌کانګ سیمې ته انتقالول.

د پولیسو څېړنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې وروسته له هغې پیل شوې چې یوې ښځې د یوه انلاین اپلېکېشن له لارې وموندله چې د هغې موبایل د «هیترو» هوايي ډګر ته نږدې په یوه ګودام کې دی. په هغه بار کې ۸۶۵ موبایلونه، چې ډېری یې آیفونونه وو او په المونیمي ورقو کې تاو شوي وو، د هنگ‌کانګ پر لور د لېږد لپاره چمتو شوي وو. دې قضیې ته د «اکواستِیپ عملیات» نوم ورکړل شوی و.

د لندن پولیسو د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۳مه خدي‌خیل او میاخیل د لندن په شمال‌ختیځ کې ونیول. د دوی په موټر کې څو سوه موبایلونه وموندل شول. شاوخوا دوه زره نور موبایلونه هم له هغو ځایونو څخه ترلاسه شول چې له۲۰۲۵ کلونو کې له بریتانیا څخه چین ته د ۴۰ زرو او ۶۲ زرو ترمنځ غلا شوي موبایلونه انتقال کړي دي. د پولیسو په وینا، دا شمېر په همدې موده کې په لندن کې د غلا پنځو زرو څخه زیات موبایلونه، چې ارزښت یې شاوخوا ۵.۵ میلیونه پونډه اټکل شوی، هم ضبط شوي دي. شاوخوا زر قربانیانو خپل غلا شوي موبایلونه بېرته له پولیسو څخه ترلاسه کړي دي ښکېل وو. اټکل کېږي چې د هغو غلا شویو موبایلونو ټولیز ارزښت چې دې شبکې دغو کسانو سره تړاو یې درلود. محمد هم څو ورځې وروسته ونیول شو.

د لندن پولیسو ویلي چې دې شبکې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې له بریتانیا څخه چین ته د ۴۰ زرو او ۶۲ زرو ترمنځ غلا شوي موبایلونه انتقال کړي دي. د پولیسو په وینا، دا شمېر په همدې موده کې په لندن کې د غلا شویو ټولو موبایلونو نږدې نیمایي جوړوي.

د څېړنو په ترڅ کې له پنځو زرو څخه زیات موبایلونه، چې ارزښت یې شاوخوا ۵.۵ میلیونه پونډه اټکل شوی، هم ضبط شوي دي. شاوخوا زر قربانیانو خپل غلا شوي موبایلونه بېرته له پولیسو څخه ترلاسه کړي دي.

خدي‌خیل د دې شبکې د «مغز» په توګه معرفي شوی، چې ویل کېږي شاوخوا ۵۰ دلالان پکې ښکېل وو. اټکل کېږي چې د هغو غلا شویو موبایلونو ټولیز ارزښت چې دې شبکې هنگ‌کانګ ته انتقال کړي، شاوخوا ۱۸۱ میلیونه پونډه و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته