طالبان: ایران ته د ۵۸۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونیول شوه

Oplus_131072

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ایران ته د ۵۸۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

دغه وزارت نن (شنبه، د تلې ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ډالرو دغه محموله د سرحدي پولیسو له خوا د هرات په اسلام‌قلعه بندر کې کشف او ضبط شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې قاچاقي اسعارو د محمولې په تړاو یو کس نیول شوی او ټاکل شوې چې دوسیه یې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې ایران ته د قاچاق کېدونکو اسعارو د څو محمولو د نیولو خبر ورکړی دی.

تر ټولو لویه قاچاقي مالي محموله چې نیول کېدل یې رسنیز شول، د ۱۴۰۲ لمریز کال د عقرب په میاشت کې وه. په دې محموله کې ۴.۵ میلیونه یورو، ۱.۵ میلیونه سعودي ریال او ۱۵۰ زره امریکايي ډالر شامل وو چې په یوه ټکسي کې ځای پر ځای شوي وو.

طالبانو یوه کړنلاره هم تصویب کړې چې له مخې یې هر کس د ځمکنیو پولو له لارې د هېواد د وتلو پر مهال تر ۵۰۰ ډالرو او د هوايي ډګرونو له لارې تر ۵ زره ډالرو پورې نغدې پیسې له ځان سره بهر وړلی شي، او له دې څخه زیاتې پیسې اجازه نه لري.

طالبان وايي، دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې په هېواد کې د ډالرو زیرمه وساتل شي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت خوندي شي او د اسعارو بازار مدیریت شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته