«متحدې جبهې» په غور کې د طالبانو د والي پر دفتر د برید خبر ورکړ

«د افغانستان متحدې جبهې» ویلي چې ځواکونو یې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو د والي پر دفتر برید کړی دی.

دې جبهې نن مازیګر (سې‌شنبه، د تلې ۷مه) په یوه اعلامیه کې، چې په ایکس کې یې خپره کړې، ادعا کړې چې په دغه برید کې د طالبانو د والي یو ساتونکی وژل شوی او اته نور ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

«د افغانستان متحدې جبهې» په خپله اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو والي له دغه برید څخه روغ وتلی دی.

تر دې وړاندې ځینو رسنیو په غور کې د طالبانو د والي په دفتر کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې له پېښې وروسته په فیروزکوه ښار کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

په غور کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» په نورستان او کونړ کې له طالبانو سره د نښتو له پیل یوه ورځ وروسته، په بدخشان کې د طالبانو د غړو پر یوه موټر د برید خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

پرون د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات په ولایت کې هم یوه چاودنه وشوه. طالبانو ویلي چې دغه چاودنه په یوه امنیتي پوسته کې د موجودو وسلو له امله رامنځته شوې او ادعا یې کړې چې په پېښه کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته