د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن (سېشنبه، د تلې ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ بلاروس ته تللی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې سفر موخه د بلاروس په دویم نړیوال صنعتي نندارتون کې ګډون او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې نورالدین عزیزي به د خپل سفر پر مهال د بلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره لیدنې ولري او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او صنعتي همکاریو په اړه به خبرې وکړي.
تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم بلاروس ته تللی و او اوس مهال په دغه هېواد کې دی.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هڅه کړې چې له بلاروس سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
تر دې وړاندې د بلاروس یو شمېر چارواکو او سوداګرو هم له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفرونه کړي دي.
