خوست کې یوې باوري سرچینې «اطلاعات روز» ته ویلي چې د هدایتالله په نوم یو مفتی او مدافع وکیل نن سهار (سهشنبه، ٧ د تلې) د نامعلومو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
سرچینه وایي، هدایتالله له اوږدې مودې راهیسې په خوست کې د دارالوکالې چارې پر مخ وړلې او د مدافع وکیل په توګه یې هم کار کاوه.
د سرچینې په وینا، نوموړی د خوست د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکی و او په فقهي او حقوقي مسایلو کې یې د پام وړ دیني او حقوقي پوهه لرله.
سرچینه زیاتوي چې هدایتالله د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند په یوه کلي کې د ټوپک په ډزو وژل شوی او وسلهوال له سیمې تښتېدلي دي.
د سرچینې په خبره، تر اوسه د هدایتالله د وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
تر دې دمه د خوست امنیتي ادارو د دې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
