د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش نن سهار (سېشنبه، د تلې ۱۴مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په بلنه په رسمي سفر اسلاماباد ته ورسېد.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نبیل منیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه هرکلی کړی دی.
ټاکل شوې چې ګوترېش په دغه دوهورځني سفر کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو، د دغه هېواد له ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د پوځ د عمومي ستاد له مشر سید عاصم منیر سره لیدنې او خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو د هند او پاکستان د پوځي څارونکو ډلې له مرکزي دفتر څخه لیدنه او د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې په یوه معلوماتي غونډه کې ګډون هم د ګوترېش د رسمي سفر په اجنډا کې شامل دي.
