د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان او روسیې د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو پر دوام، د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا او د سیمهییز ثبات په اړه خبرې وشوې.
د دغه وزارت په وینا، متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم د لا پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو پراختیا ته اهمیت ورکوي.
په اعلامیه کې د لاوروف له قوله ویل شوي چې روسیه د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتونکې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د نشهیي توکو د له منځه وړلو او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د حکومت د اقداماتو ستاینه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ د اتمې غونډې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ مسکو ته ته تللی.
