د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی چې د فلایدبي د الوتنې په پېښه او د بریتانیا په فرفورد اډه کې په امنیتي پېښه کې لاس لري؛ خو د هغه مرستیال جيډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په دې مواردو کې د ایران د لاس لرلو هېڅ شواهد نشته.
ټرمپ نن (سېشنبه، د تلې ۱۴مه) خبریالانو ته وویل چې د ده په اند ایران د فلایدبي د الوتنې د پېښې او په فرفورد کې د امنیتي ګواښ تر شا دی.
هغه نبراسکا ته له سفر مخکې د سپینې ماڼۍ په جنوبي چمن کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول. کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې «ستاسو په اند، ایا ایران د فلایدبي پر الوتکه د برید مسوول و؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، همداسې فکر کوم.»
دا په داسې حال کې ده چې یوازې څو ساعته مخکې د هغه مرستیال جيډي ونس، چې الاسکا ته روان و، له الوتکې تر ختلو مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې تر اوسه د فلایدبي په پېښه کې د ایران د لاس لرلو په اړه «هېڅ پرېکنده شواهد» نه دي ترلاسه شوي.
ټرمپ د بریتانیا له فرفورد اډې څخه د امریکا د ټولو ۱۲ بمبارکوونکو الوتکو د ایستلو په تړاو هم ایران په یوه امنیتي پېښه کې په لاس لرلو تورن کړ.
کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول: «ایا کوم مشخص ګواښ د دې لامل شوی چې امریکا خپلې بمبارکوونکې الوتکې له دې اډې وباسي؟» هغه وویل: «هو، فکر کوم موږ دا ویلای شو. هغوی په تصادفي ډول الوتنې نه وې کړي. ګواښونه موجود وو. او د دې پر ځای چې دښمن وپاروي، موږ دښمن په دام کې اچوو او ماتوي یې. خو ولې باید هغوی هلته وساتو؟ نو موږ هغوی لږ ځای پر ځای کړل؛ البته ډېر لېرې نه.»
کله چې له ټرمپ څخه د دې ګواښ په رامنځته کولو کې د ایران د احتمالي رول په اړه وپوښتل شول، هغه ځواب ورکړ: «په حقیقت کې موږ هغه کسان پېژنو چې دا ګواښ یې مطرح کړی دی. له ایران سره تړاو لري.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې لږ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې اروپا ته د سفر په موخه روان و، د مریلینډ ایالت په اندروز اډه کې له الوتکې تر ختلو مخکې خبریالانو ته ویلي وو: «خبریالان باید فرفورد اډې ته نږدې پر امنیتي پېښه تمرکز ونه کړي، ځکه د بمبارکوونکو الوتکو ځای پر ځای کول ښايي د ځواکونو او تجهیزاتو له عادي بدلون سره تړاو ولري.»
جيډي ونس هم پرته له دې چې کوم هېواد تورن کړي یا د کوم ګواښ یادونه وکړي، ویلي وو چې د بریتانیا له فرفورد هوايي اډې څخه د امریکا د ټولو بمبارکوونکو الوتکو ایستل د «لا ډېر احتیاط» لپاره ترسره شوي دي.
