د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلسن کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني سره لیدلي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره یې د سیمهییزو هڅو پر اهمیت خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، نن (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ پر تعامل، د افغانستان پر امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث او د نظر تبادله کړې ده.
هغه زیاته کړې چې دواړو لورو د بېرته راستنېدونکو د وضعیت، بشري مسایلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د سیمهییزو هڅو پر اهمیت هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
دا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه کابل ته د توماس فریلسن لومړی سفر دی.
نوموړی د فرانسوي ډیپلوماټ ژیل برتران ځایناستی شوی، چې د سنبلې په میاشت کې یې ماموریت پای ته رسېدلی و.
