«قطعه سبز» وايي، په پنجشېر کې تر هغه برید وروسته چې د طالبانو درې غړي پکې ووژل شول، دې ډلې ۲۰ ځايي اوسېدونکي نیولي او د کورونو د پلټنې پر مهال یو بل طالب هم وژل شوی دی.
دې قطعې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید پرون (دوشنبه، د تلې ۲۰مه) د دره ولسوالۍ په «عبداللهخېل» سیمه کې شوی دی.
«قطعه سبز» د دې عملیاتو یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې داسې ښکاري، د رنجر موټر د تېرېدو پر مهال د سړک غاړې ماین چاودنه کوي.
دغه قطعه ادعا کوي چې ځواکونو یې دا عملیات ترسره کړي او په پایله کې یې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي.
قطعه سبز ویلي چې تر برید وروسته طالبانو د کورونو پلټل او د سیمې د اوسېدونکو نیول پیل کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د «دینمحمد» په نوم د یوه کس د کور د پلټنې پر مهال، د طالبانو یو غړی «د کور د خاوند د غوسې له امله» وژل شوی دی.
«قطعه سبز» وايي چې تر اوسه د دې سیمې ۲۰ اوسېدونکي نیول شوي، چې هېڅ یوه یې له دغه برید سره تړاو نه درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
«قطعه سبز» د «روند سبز» سازمان پوځي څانګه ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د پخواني مرستیال امرالله صالح له خوا رهبري کېږي.
دغه قطعه ډېری وخت په پنجشېر، غور او بدخشان ولایتونو کې د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.
