پاکستان طالبانو ته: د ښځو پر وړاندې د خپل چلند له مخې، نورو ته د ښاري حقونو درس مه ورکوئ

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د طالبانو د ویاند د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا ډله د ښځو پر وړاندې د خپل چلند له امله حق نه لري چې نورو ته د حکومتولۍ او ښاري حقونو درس ورکړي.

دغه وزارت د دوشنبې په شپه (د تلې ۲۰مه) پر ایکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبان د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو پر ځای، لفظي څرګندونو او د عامه افکارو اړولو ته مخه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لیکلي: «نورو ته د حکومتولۍ او ښاري حقونو د درس ورکولو لپاره د دې رژیم هڅې، د هغه د خپل چلند، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو د دوام او د بشري بنسټیزو حقونو د نقض په پام کې نیولو سره، بې‌مانا او بې‌بنسټه ښکاري.»

دغه وزارت زیاته کړې: «د افغانستان د طالبانو د رژیم ویاند یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګریز ګواښ مستندې موضوع ته د رسېدنې پر ځای، لفظي څرګندونو او د عامه افکارو اړولو ته مخه کړې ده.»

د پاکستان حکومت طالبان تورن کړي چې له خپلې هغې ژمنې سره سم عمل نه کوي چې له مخې یې باید د افغانستان له خاورې د ترهګرو د استفادې مخه ونیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ویلي وو چې دا تورونه بې‌بنسټه دي او پاکستان باید د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر طالبانو وانه‌چوي، بلکې «د خپلو سیاستوالو او خلکو نظرونو او حقونو ته درناوی وکړي».

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي چې د پاکستان کورنیو چارو ته د خلکو د پام اړولو لپاره د طالبانو هڅې نه شي کولای د دې رژیم هغه ناکامي پټه کړي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د استفادې او پر پاکستان د بریدونو د طرحې او ترسره کولو د مخنیوي په برخه کې یې لري.

دغه وزارت زیاته کړې چې پر پاکستان د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې د پای ته رسولو بشپړ مسوولیت د طالبانو د رژیم پر غاړه دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې راپور ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) د جنګیالیو شمېر شاوخوا شپږ زره اټکل شوی او د طالبانو ملاتړ ورسره دی.

پاکستان ټینګار کړی چې دا موندنې یوازې د «پاکستان تبلیغات» نه شي ګڼل کېدای او بې‌اعتباره نه شي بلل کېدای، بلکې طالبان باید د انکار پر ځای د عملي اقداماتو له لارې دې «مستند ګواښ» ته رسېدنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته