د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز اعلان کړی چې د هرمز په تنګي کې پر دوو بېړیو بریدونه شوي دي.
دغه مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي چې په نښه شوې بېړۍ یوه د تېلو ټانکر او بله کانتینري بېړۍ وه.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د راپور له مخې، پر دغو بېړیو د سېشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د توغندیو په وسیله بریدونه شوي، خو تر اوسه د دغو توغندیو د توغولو سرچینه نه ده معلومه شوې.
په همدې حال کې، د ایران د پوځ سمندري ځواکونو پرون اعلان وکړ چې د هرمز تنګي په ختیځ کې یوې سرغړوونکې د تېلو ټانکر بېړۍ زیان لیدلی او اور پکې لګېدلی دی.
د ایران سمندري ځواکونو ویلي چې دغې بېړۍ د خپلو تعقیبي سیسټمونو په بندولو سره هڅه کوله له غیرمجازې لارې تېر شي.
د سمندري تګ راتګ د څارنې شرکتونو «کپلر» او «ویندوارد» راپور ورکړی چې په تېره یوه اوونۍ کې د هرمز په تنګي او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه پر ۱۲ سوداګریزو بېړیو بریدونه شوي دي.
دغو شرکتونو پرون ویلي چې د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو دا شمېر، په تېرو اووه نیمو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، په یوه اوونۍ کې د بریدونو تر ټولو لوړه کچه ده.
