د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي د یمن حوثیان د ایران په امر یو ځل بیا راپورته شوي وي او پر سعودي عربستان «په ډېر ناوړه ډول» بریدونه کوي.
ټرمپ نن شپه (سېشنبه، د تلې ۲۱مه) په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کې لیکلي چې ده فکر کاوه حوثیانو تېر کال، کله چې د امریکا له سختو بمباریو سره مخ شول، خپل درس زده کړی دی.
هغه د حوثیانو چلند «ډېر بد» بللی او ویلي یې دي چې هغوی په قصدي ډول هڅه کوي د امریکا د منځمهالو ټاکنو تر مخه د تېلو بیې لوړې کړي، چې دا «هېڅ د منلو وړ کار نه دی».
د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «یو څوک باید هغوی ته روښانه کړي چې زه په ټاکنو کې نوماند نه یم، ځکه ما مخکې په پرېکنده او سترې بریا ټاکنې ګټلې دي؛ خو له ټاکنو وروسته به هم هلته یم او دا پېښه به هېڅکله هېره نه کړم!»
د یمن حوثیانو په وروستیو ورځو کې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي دي. د دغې ډلې په یوه برید کې د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي.
خو ډونالډ ټرمپ تر اوسه په دې جګړه کې له پوځي مداخلې ډډه کړې او د سعودي عربستان غوښتنه یې رد کړې ده.
